د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د سراسري اوربند غوښتنه یې کړې ده. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دغه راز د ناروې لومړۍ وزیرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده. سولبرګ د اوربند ټینګېدو تر څنګ د سولې په مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی.
































