په روسیه کې د الکسي ناولني د نیول کېدو په غبرګون کې سخت لاریونونه روان دي. د راپورونو له مخې دمګړی د مسکو په ګډون په ګڼو ښارونو کې زرګونه کسان راوتلي او د الکسي ناولني د خوشي کېدو غوښتنه کوي. الکسي ناولني په روسیه کې د پوتین د سیاستونو تر ټولو ستر مخالف سیاستوال ګڼل کېږي. هغه دمګړی په زندان کې دی او محکمې یې د یوې میاشتې بندي کېدو حکم صادر کړی دی. بلخوا په روسیه کې د لاریونونو د څارنې غیر دولتي اداره وایي چې پولیسو له پرون راهیسې ۲۵۰۰ په شاوخوا کې لاریون کوونکي نیولي دي. دوی وایي له دې ډلې ۹۰۰ یې یوازې په مسکو کې نیول شوي دي. د بلوا ضد پولیسو بیا ویلي چې د لاریونونو اجازه نشته ده او په هر ځای کې چې لاریون کېږي ژر تر ژره به ددوی له لوري وځپل شي.
































