طالبان وایي دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او امریکا ته هم په کار ده چې دې هوکړې ته خپله ژمنتیا وښيي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم دا تمه لري چې دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي. د بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې دوی به ددوحې پر هوکړه له سره کتنه کوي او دا به ارزوي چې طالبان څومره دې هوکړې ته ژمن و او ددې هوکړې مواد یې څومره عملي کړي دي. افغان حکومت بیا وایي چې طالبانو هوکړې ته هېڅ راز ژمنتیا نه ده ښودلې، تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی، جګړې یې شدیدې کړې دي او د سولې په بهیر کې خنډونه جوړوي.
































