په هرات کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یوه ډله وایي چې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ جګړو له امله ملکي تلفات لوړ شوي دي. دغه ډلې په یوه خبري کنفرانس کې له دواړو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای د سولې خبرې چټکې کړي او په دې توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي. سرچینه کاږي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یوازې په هرات کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي. دوی په ټول هېواد کې د ملکي وګړو پر تلفاتو جدي اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
































