د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د هېواد د مرکزي بانک یو رییس ټپي شوی دی. د مرکزي بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د مرکزي بانک د منازعاتو د حل د کمېټې رییس او موټر چلوونکی یې ټپي شوي او ساتونکی یې وژل شوی دی. مرکزي بانک پر عبدالله دراني وروستی برید غندلی دی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده. د کابل پولیسو بیا ویلي وو چې په دې پېښه کې درې کسه ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
































