د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه هندي الاصله امریکایي سومونا ګوها د جنوبي اسیا چارو مدیره ټاکلې ده. د افغانستان د وضعیت ارزونې چارې هم د همدې بست مربوط کېږي. د بایډن ادارې ویلي چې سومونا ګوها به د امریکا ملي امنیت کې د جنوبي اسیا چارو مدیرې په توګه خپله دنده پر مخ یوسي. سومونا ګوها د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازولۍ د دفتر مرستیالې په توګه دنده تر سره کړې او دغه راز د بارک اوباما په دوره کې د جو بایډن دفتر کې د ملي امنیت چارې ور له غاړې وې. د یادونې ده چې د ټرمپ په دوره کې لیزا کورتس دا مسوولیت پر غاړه لاره خو د چارو د شنونکو په باور هیڅ فعالیت یې نه تر سترګو کېده.
































