د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان د افغان سولې لپاره پرېمانه هڅې کړې دي او دوی غواړي چې اوس هم د امریکا نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي. قریشي یو ځل بیا افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او په زغم سره باید دا پروسه پر مخ یوړل شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د جو بایډن د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي وزیر انټوني بلنکین ویلي وو چې طالبانو سره به د سولې هوکړه له سره وارزوي. په همدې حال کې افغان دولت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې طالبان اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.
































