روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۷۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۷۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اته تنه مړه شوي او ۳۵۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۳۸۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۷ زره او ۲۹۸ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت له هېوادوالو غوښتنې چې د کرونا وبا اخته د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































