په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې جدي اندېښنې پارولې دي. د راپورونو له مخې، په هېواد کې د بشري حقونو او ملکي وګړو د خوندیتوب ډلو په تازه څرګندونو کې د جګړو له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي. دوی همدا راز په هېواد کې د جګړو اوسنۍ کچه هم د جدي اندېښنې وړ بللې او په خبره یې، ښکېلو لورو د سولې تر خبرو وروسته نه یوازې دا چې جګړې کمې کړې نه دي، بلکې تاوتریخوالی یې ډېر کړی او پر یو بل یې بریدونو ته زور ورکړی دی.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک یوه تمه دا وه، چې ورسره جوخت به بینالافغاني خبرې پيل شي او په دې سره به په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شي. اوس سره له دې چې د بینالافغاني خبرو له پيل هم څو میاشتې اوړي، خو په کور د ننه نه یوازې دا چې جګړه نه ده کمه شوې، بلکې لا ډېره شوې او دواړو خواوو پر یو بل سختو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. له دې سره جوخت په هېواد کې د بشري حقونو او ملکي وګړو د خوندیتوب د ډلو غبرګونونه هم پارېدلي دي. دوی په هېواد کې روان تاوتریخوالی غندي او د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ بولي.
د همدې څرګندونو په دوام په هرات کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یوې ډلې ویلي، چې د هرات په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو په تېره په ولسوالیو کې د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب دغه اجرايي ډله وایي چې د سولې تر هوکړې وروسته نه یوازې دا چې جګړې کمې شوې نه دي، بلکې ډېرې شوې چې ورسره جوخت ملکي تلفات هم لوړ شوي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د دې ډلې غړی ملنګ برهاني وایي، طالبان او حکومت دواړه جنګي تخلفات ترسره کوي او ملکي وګړي د سپر په توګه استعمالوي. د ده په خبره، په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ نښتې ډېرې شوې چې تر ټولو ډېر تلفات پکې ملکي وګړو ته اوړي. د برهاني په خبره، په دې نښتو کې نه یوازې دا چې ملکي وګړو ته ځاني تلفات اوړي، بلکې دوی ته درانه مالي تلفات هم اوړي. هغه زیاتوي: «په دې موده کې جګړې شدیدې شوې دي. خلکو ته تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي. کورونه او د عامو ګړو د هستوګنې سیمې د جګړې په مورچلونو بدلې شوې دي، په تېره په ولسوالیو کې جګړې له غرونو او دښتو کورونو او کلیو ته راغلې دي».
د دې ډلې یو بل غړی سید اشرف سادات ادعا کوي، چې طالبان او حکومتي ځواکونه د عامو وګړو سیمې او کورونه د ځانونو د ساتلو لپاره د سپر په توګه کاروي. هغه وایي، په دې وروستیو کې چې جګړې شدیدې شوې، نو د ملکیانو مالي او ځاني تلفات هم ځکه لوړ شوي، چې د وسله والو له لوري یې د هستوګنې سیمې او کورونه د سپر په توګه کارول کېږي. د ده په خبره: «اوس هم جګړه په تر ټولو بې رحمه بڼه په افغانستان کې روانه ده. په ډېره خطرناکه توګه ملکي افغانان د جګړو له امله قرباني کېږي. د دولت مخالفین له خلکو د ځان د ساتنې لپاره استفاده کوي. د افغانستان خلک نور د دې قربانۍ توان نه لري او ژوند د مرګ تر ژامه لاندې تېروي».
تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو او د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم په هېواد کې د جګړو پر اوج او ملکي تلفاتو جدي اندېښنه ښودلې وه. دوی له ښکېلو لورو غوښتي وو چې ژر تر ژره مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او په کور د ننه دې جګړې ختمې کړي.
طالبان او افغان حکومت بیا یو بل د ملکی تلفاتو مسوول بولي. افغان حکومت وایي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د دوی د بریدونو له امله ملکي وګړي قرباني کېږي، خو طالبان بیا وایي چې حکومت د ملکي تلفاتو مسوول دی. بلخوا د سولې خبرې په ځنډنۍ توګه مخ ته روانې دي چې دلته یې د جګړې پر کمولو اغېز نه دی کړی.
































