د امریکا سنا وایي چې د ټرمپ د استیضاح لړۍ باید چټکه کړل شي. د امریکا د سنا غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د ټرمپ د استیضاح لړۍ ګړندۍ کوي او غواړي په دې برخه کې ټولې ستونزې ژر تر ژره له منځه یوسي. ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د سنا له لوري دوه ځله استیضاح کېږي. هغه تورن دی چې د جنورۍ په شپږمه دده په تحریک یې پلویانو د امریکا پر کانګریس ډله برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د امریکا دغه مهمه ودانۍ په لاس کې وه. د امریکا سنا ویلي چې دوی به یې خپله پرېکړه ژر تر ژره عملي کوي.
































