ولسي جرګې له زلمي خلیلزاد غوښتي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اقدام وکړي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي چې له خلیلزاد سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د سولې په تړاو یې له هغه سره بحث کړی دی. د رحماني په خبره په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی او له خلیلزاد سره یې په خبرو کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره دلته د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي. دده په وینا خلیلزاد ډاډ ورکړی چې افغان جګړه به د خبرو له لارې پای ته رسېږي او افغانستان به له دایمي ثبات برخمن شي.
































