په کابل کې د یوه مقناطیسي د ماین د چاودنې له امله دوه کسه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار مهال د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. ویل کېږي چې په پېښه کې دوه موټر هم زیانمن شوي دي. چاودنه پر لنډکروزر ډوله موټر شوې ده چې ویل کېږي چې د ایټالیا په سفارت پورې اړوند دی. همدا راز په سیمه کې د اقتصاد وزارت یو کرولا ډوله موټر هم په پېښه کې زیانمن شوی دی. په پېښه کې یوازې د دوو کسانو د سطحي ټپي کېدو خبره شوې ده. تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی. په وروستیو میاشتو کې نږدې هره ورځ په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي چې سترې اندېښنې یې پارولې دي.
































