د مالیې وزارت ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ارګ له لوري د ده د عزل مکتوب کې لیکل شویو تورونو ته غبرګون کې ویلي چې پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او په خبره یې، دی ځکه له دندې ګوښه شوی دی چې په ارګ کې یې د ځینې کړیو پر غیر قانوني فرمایشونو غوږ نه ګراوه. هغه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، ده د شخصي ګټو او یا نورو افرادو د ګټو لپاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی. ارغندیوال زیاته کړې، سره له دې چې ولسمشر ورسره منلې وه چې هیڅوک به د ده په چارو کې مداخله نه کوي خو په خبره یې، له بده مرغه چې په ارګ کې یوې خاصې کړۍ په غیر مستقیمه توګه د ده په چارو کې لاسوهنه کوله. هغه ویلي چې ده هیڅکله په دغه وزارت کې د نورو وزیرانو په څېر، نه خپل خپلوان مقرر کړي او نه یې داسې کسانو ته دنده ورکړې ده چې له نورو هېوادونو یې لیسانس راوړی او په ډالري معاشونو مقرر شوي وي. ارغندیوال څرګنده کړې چې دی ملي ګټو ته ژمن دی او د ملي ګټو د دفاع لپاره تر دې لویو قربانیو ته هم په ورین تندي هرکلی وایي.
































