د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر وایي، په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ حاکمه ده چې له مستقیمو لارو د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوي، خو دی هم ځکه له دندې ګوښه کړل شو چې د دغو کړیو پر وړاندې ولاړ و. عبدالهادي ارغندیوال په یوه خبري کنفرانس کې پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او په وینا یې، په ارګ کې د ځينو ځانګړو مغرضو کړیو لاسوهنې د دې سبب شوي چې ولسمشر ته غلط معلومات ورکړل شي او هغه یې په اړه داسې پرېکړه وکړي. نوموړي د دغو کړیو نوم یاد نه کړ، خو وایي، په اړه به یې په کراره معلومات شریک کړي.
سره له دې چې ولسمشر په خپلو خبرو کې د سرپرستې ادارې د ختمولو خبره کوي، خو په عمل کې یې په تېرو څو اونیو کې دا دویم رسمي وزیر دی چې له دندې لرې کېږي او پر ځای یې سرپرست مقررېږي. د مالیې وزیر په لیندۍ میاشت کې له ولسي جرګې د باور رایه اخیستې وه، خو د روانې اونۍ په پیل کې د ولسمشر غني له لوري له دندې ګوښه کړل شو. د چارو ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عبدالهادي ارغندیوال په خپلو فعالیتونو کې کمزوری دی او د مالیاتو په راټولولو نه دی بریالی شوی.
د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال بیا د همدې څرګندونو او د ولسمشر د مکتوب په غبرګون کې تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې. هغه وویل چې په خپلو چارو کې یې هېڅ راز غفلت نه دی کړی، خو په ارګ کې ځينو ځانګړو کړیو د ده په کارونو کې مداخله کوله. هغه وایي، یادو کړیو که په مستقیمه توګه مداخله نه شوی کولی، نو په غیر مستقیمه توګه یې د ده په چارو کې خنډونه جوړول او مداخلو ته یې ادامه ورکوله. د ده په خبره: «په ارګ کې یوه ځانګړې کړی وه چې د مالیې وزارت په چارو کې یې له هرې ممکنې لارې مداخله کوله. دوی که له ما سره د مخامخ کېدو جرئت نه درلود، نو په غیر مستقیمه توګه یې لاسوهنې کولې».
هغه زیاته کړه، چې ده هېڅکله په دغه وزارت کې د نورو وزیرانو په څېر، نه خپل خپلوان مقرر کړي او نه یې داسې کسانو ته دنده ورکړې چې له نورو هېوادونو یوازې د شخصي ګټو لپاره راغلي او په ډالري معاشونو مقرر شوي وي. ارغندیوال څرګنده کړې چې دی ملي ګټو ته ژمن دی او د ملي ګټو د دفاع لپاره تر دې لویو قربانیو ته هم په ورین تندي هرکلی وایي. هغه ویلي، د حکومت دا تور بې ځایه دی چې ګواکې ده په دغه وزارت کې غیر قانوني مقررۍ ترسره کړې دي. د ده په خبره: «موږ د مالیې په وزارت کې ان یو داسې مورد هم نه لرو چې له مخې یې دې غیر قانوني مقررۍ شوې وي. د وزیر صلاحیتونه معلوم دي، موږ له درېیم بست پورته څوک نه شو مقررولی. څوک چې مقرر دي له ما سره هېڅ اړیکه نه لري. د دې ولس اولاد دی چې دلته یې زد کړې کړې او دلته کار کوي».
نوموړي همدا راز ویلي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د عوایدو د راټولو په برخه کې ټاکل شوي هدفونه سره له دې چې نه دي ترلاسه شوي، خو ستر لامل یې کرونا وبا وه. د ده په خبره، دوی تر هغو هېوادونو په ځلونو د مالیاتو په راټولولو کې بریالي وو، چې کرونا پکې خپره شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ دي. د مالیې وزیر په ټوله کې ویلي چې د ارګ له ګڼو فرمایشونو سره یې مخالفت کړی او تل د ملي تعهد له امله له خنډونو او ستونزو سره مخ شوی دی.
د مالیې پخواني وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې په رسنیو کې پر حکومت د فساد د موجودیت له امله تورونه ډېر شوي دي. سیګار تازه په یوه راپور کې ویلي وو چې د حامد کرزي له هوایي ډګره په غیر قانوني توګه پیسې ایستل کېږي چې باید مخه یې ونیول شي. دا ټول هغه موارد دي چې د پراخ فساد د موجودیت له امله یې اندېښنې پارولې شي.
































