د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي دغه لړۍ نن سهار شاوخوا اووه بجې پيل شوې ده او هغه مسافر بېرته هېواد ته راګرځي چې له څو ورځو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې وو. دده په خبره هر څوک چې له تورخم دروازې راځي، بشپړ معاینات یې کېږي او تر هغه وروسته د کرنټین لپاره ځانګړي شوي ځای ته لېږدول کېږي. هغه زیاته کړې ټول راغلي مسافر به تر څوارلسو ورځو پورې کرنټین وي. خوګیاڼی همدا راز وایي په هغو کسانو کې چې د کرونا نښې نښانې لیدل کېږي، ځانګړي ځای ته وړل کېږي. هغه ټينګار وکړ چې هېڅوک له دې پرېکړې مستثنی نه دي او هر راغلی مسافر به د کرنټین موده تېروي.
































