مدرنا کمپنۍ ویلي چې ددوی واکسین د کرونا د نوې بڼې پر وړاندې هم اغېزناک ثابت شوې دي. ددغه کمپنۍ څېړونکو ویلي ددوی مطالعاتو او تجربو وښوده چې جوړ کړي واکسین یې د کرونا د نوې او پرمختللې بڼې د کنټرول لپاره هم موثر دي. په وروستیو اونیو کې په نړۍ کې د درې ډوله کرونا رامنځ ته کېدو اندېښنې جوړې کړې دي. په جنوبي افریقا، برېتانیا او برازیل کې ددغه درېیو ډولو ویروسونو پېژندنه شوې ده. څېړونکي وایي چې په نړۍ کې باید ژر تر ژره د کرونا واکسین ووېشل شي څو ددغه وبا د لا پراختیا او نورو بڼو د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.
































