په بلخ او هرات کې د ترافیکي پېښو له امله مالي او ځاني تلفات اړولي دي. د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي چې د مزار شبرغان پر لار د یوه مسافر وړونکي او باروړونکي موټر ترمنځ ترافیکي پېښه شوې ده چې له امله یې یو کس وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ویشت کسه نور پکې ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د هرات – کندهار پر لویه لار یوې بلې ترافیکي پېښې یو کس وژلی او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي. دغه پېښه هم د یوه مسافر وړونکي او ټیلري موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. د هېواد لویې لارې تر روانو جګړو وروسته له عامو افغانانو ډېره قرباني اخلي. د دغه پېښو لامل تر ډېره د لارو خرابوالی، د موټرونو زړښت او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ګڼل کېږي.
































