افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ۲۲ کسه د طالبانو له یوه زندان خوشي کړي دي. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د عملیاتو پر مهال اووه افغان سرتېري او پنځلس ملکي وګړي د طالبانو له بنده خوشي شوي دي. ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې په عملیاتو کې یې درې کسه طالبان له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي. افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او له دې زندانونو یې ملکي وګړي او افغان سرتېري خوشي کړي دي.
































