په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولي ویلي چې دغه ټولنه له کرونا سره د مبارزې او د یادې وبا د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو د کموالي لپاره له افغانستان سره ۳۵ میلیون یورو مرسته کوي. د راپورونو له مخې، د کرونا وبا له پیله تر اوسه دغې ټولنې له افغانستان سره ټولټال ۱۴۷ میلیون یورو مرسته کړې ده. ټاکل شوې چې دا ۳۵ میلیون یورو مرسته به د درې سازمانونو له لوري په درېیو روغتیا، د کرونا وبا خپرېدو مخنیوي او دغه راز د عامه پوهاوي په برخه کې ولګول شي. اروپایي ټولنې ویلي چې د دوی په مرسته به تر ۳۰۰ زره ډېرې مېندې او ماشومان غذایي خدمات تر لاسه کړي.
































