د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو له ځانګړې استازې لیونز سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت بحث او خبرې کړې دي. راپور کاږي، طاهریان په دې لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بللې او د افغان کشالې پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی دی. راپور کاږي، په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم اوربند اړین بللی دی او د جګړې دواړه لوري یې د تاوتریخوالي کمولو ته رابللي دي. هغې ټینګار کړی دی چې د حل یوازینۍ لار خبرې دي او دواړه لوري باید دا فرصت ضایع نه کړي.
































