ولسمشر غني وايي، عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب شي ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی. ولسمشر غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د لويې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست او عدلي او قضایي مرکز مسوولینو سره په کتنه کې وکړې. غني ویلي، چې د لويې څارنوالۍ ادارې د رهبري رول د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې جدي پوښتنې شته. هغه زیاته کړې چې د فساد قضیې باید په دوامدار ډول تعقیب شي، بېرته په شا باید ونه ګرځي او عدلي او قضایي مرکز دې وارزول شي. د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب او عدلي او قضایي مرکز دې پاک شي، ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی او په اداري فساد ککړ او بدنام کسان باید ونیول شي.
































