په نړیواله کچه په افغانستان کې د روانې جګړې له هڅو سره هممهاله په دوحه کې د دې مهمې مسئلې په اړه بې پروایي روانه ده. په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي چې طالبان له نږدې لسو ورځو راهیسې مذاکراتو او د جګړې پر پای ته رسولو خبرو ته نه دي تیار شوي. بلخوا د طالبانو د قطر له دفتره یو پلاوی ایران ته تللی او ټاکل شوې چې له ایراني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي. بلخوا امریکا بیا تازه ویلي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دوی یې روزنه او مالي ملاتړ کوي.
د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو لویو ښارونو کې ترهګریز او هدفي بریدونه ډېر شوي دي. خو افغانان له دې ټولو جګړو، ګواښونو او بریدونو سره دې ته هیله من دي چې په دوحه کې به بین الافغاني مذاکرات ژر مخ ته لاړ شي او دلته به روانه جګړه پای ته ورسېږي. خو په دوحه کې هر څه د افغانانو د هیلو پر خلاف په ټپه ولاړ دي. سره له دې چې په رسنیو کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتو د ځنډ راپورونه خپرېدل، خو اوس مذاکراتي پلاوي په رسمي توګه ویلي چې طالبان د جګړې پر پای ته رسولو خبرو ته نه دي حاضر شوي او نه هم له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو لورو تر منځ لیده کاته شوي دي.
په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي، د ټولو افغانانو ستره هیله او هدف دا دی چې روانې جګړې ختمې شي او د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه رامنځ ته شي چې په هېواد کې ورسره جوخت دایمي اوربند رامنځ ته شي، خو طالبانو له تېرو نهو ورځو راهیسې له افغان پلاوي سره نه دي کتلي او د جګړې پر پای ته رسولو خبرې نه کوي. د ده په خبره، افغان پلاوی په پوره صداقت د همدې موخې لپاره چې افغان جګړه به د خبرو له لارې ختمېږي په دوحه کې دی، خو طالبان د جګړې پر ختمولو د جلسو دایرولو ته نه دي حاضر. نادري زیاته کړې: «د سولې ټینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغانستان د دولت او ولس لومړیتوب دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت هیئت په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی. نهه ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته اماده نه دی.»
تر دې وړاندې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي تر منځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو او سیاسي بحثونو کې دا مسایل څرګندېږي چې دواړه لوري د مذاکراتو په اړه د امریکا د نوې ادارې دریځ ته په تمه دي؛ خو د افغان حکومت د پلاوي تازه څرګندونې ښيي چې ګواکې طالبان له دې خبرو ځان لرې ساتي.
بلخوا د طالبانو یو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ له دوحې ایران ته تللی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند داکټر نعیم ویلي چې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا برادر تهران ته رسېدلی دی او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله او د په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او وضعیت خبرې کوي. د ډاکټر نعیم په خبره، په دې سفر کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت هم بحثونه کېږي. هغه وايي: «د سياسي دفتر ریيس محترم ملا برادر او ور سره هيت د ايران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته ورسيد. یاد هیت به د ګاونډي هېواد له اړونده چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو خبرې وکړي.»
د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات داسې مهال له مبهم حالت او خنډونو سره مخ دي، چې په هېواد کې بیا جګړه شدیده شوې ده او هره ورځ دواړو لورو ته تلفات اوړي. عام افغانان هم دا هیله لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي او دایمي اوربند ټینګ شي.
































