پاکستان وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده. هغه ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په وینا یې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره د سولې په برخه کې همکاریو ته تیار دی. پاکستان یو ځل بیا ځان د افغانستان سولې ته ژمن بللی دی او په وینا یې په افغانستان کې د ثبات په راتګ سره به ټوله سیمه له ثبات برخمنه شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا یې هم د سولې په برخه کې پر همکاریو شک موجود دی او داسې انګيرل کېږي چې دغه هېواد یوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې نمایشي هڅې کوي.
































