د راپورونو له مخې د اسراییلو د پوځ عمومي قومندان یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، د امریکا نوی حکومت دې هېڅ وخت اټومي تړون ته د ورګرځېدو فکر نه کوي. دده په خبره که د بایډن اداره د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون ته ورګرځي نو دا په هېڅ صورت د اسراییلو په ګټه نه ده او دوی به یې په غبرګون کې پر ایران برید کوي. هغه ویلي د ایران به اړه یې ګڼې نقشې او پلانونه جوړ کړي دي او پوځ ته یې ویلی چې د هر احتمال لپاره خپله ارزونه ولري. دا لومړی ځل دی چې اسراییل د ایران په اړه داسې جدي خبرداری ورکوي، خو ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































