بایډن له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، وروستیو سیاسي تحولاتو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. بایډن په دې تلیفوني مکالمه کې همدا راز پر امریکا د روسیې سایبري بریدونو او په ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه هم خبرې کړې دي. بایډن ویلي چې امریکا د ځان او متحدینو ساتنې ته تیاره ده او روسیه باید په دې پوه وي چې امریکا په دې برخه کې له هېڅ اقدام نه په شا کېږي. دوی همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اټومي تړون پر سر هم خبرې کړې دي.
































