په هند کې د کروندګرو لاریون په ځينو برخو کې په تاوتریخوالي اوښتی دی. د هند د پلازمینې نوي ډهلي په شاوخوا کې له څو ورځو راهیسې زرګونه کروندګرو لاریون کړی دی. دوی تر هغه وروسته له پولیسو سره لاس او ګریوان شول چې له امنیتي پوستو تېر شول او ځانونه یې د ڼوي ډهلي مهمو سیمو ته ورسول. ویل کېږي چې له لاریون کوونکو سره په ناندریو درې سوه پولیس ټپیان شوي دي. کروندګرو د هند د حکومت د نوي قانون پر وړاندې لاریون کړی دی او ددغه قانون د لغوه کېدو غوښتنه کوي. د هند د کرونګرو اتحادیې ویلي په لاریونوالو کې ځينې کړۍ داخلې شوې چې غواړي لاریون غلط مسیر ته بوځي خو دوی به یې پر وړاندې اقدام کوي. دغه لاریون او اعتصاب د هند په تاریخ کې تر ټولو ستر مدني اعتصاب بلل کېږي.
































