طالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور په کلکه رد کړی دی. د طالبانو له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی هغه راپورونه ردوي چې ګوندې د القاعده ډلې غړي لا هم په افغانستان کې دي او ګویا لا فعاله شوي دي. راپور کاږي، وروسته تر هغه چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي. راپور کې ټینګار شوی دی چې اوسمهال د القاعده ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته دی. طالبانو دغه راز د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړې پر ساتنه ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د دوحې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي او هیچا ته به د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي.
































