د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د مسائلو حل ته چمتو دی. نوموړي له خپل کویټي سیال خالد الجارالله سره تر لیدنې وروسته پر خپل ټویټر لیکلي، په دې لیدنه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هر اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي او په خبره یې لیدنه خورا ګټوره وه. نوموړي زیاته کړې چې دوی د ټولو سیمه ییزو مسائلو په اړه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خبرو ته تیار دي خو په دې شرط چې د دوی ترمنځ هر ډول خبرې د بهرنیو له مداخلو پرته ترسره شي. نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې په دې وروستیو کې پر سعودي توغندویي او ډرون برید شوی دی چې سعودي یې پړه پر ایران اچولې او بلخوا اسراییل بیا پر ایران د برید خبرداری ورکړی دی.
































