طالب پلاوي ایران ته سفر کړی دی او له ایراني چارواکو سره یې لیدنې کړې دي. د طالبانو ویاند ویلي چې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره مل پلاوي د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سولې پروسې خبرې اترې کړې دي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو کډوالو او افغان سوداګرو د ستونزو پر حل، پر بین الافغاني مذاکراتو، د تلپاتې سولې پر لارو چارو او د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا مثبت بحثونه شوي دي. مجاهد زیاته کړې چې طالب پلاوی به له نورو ایراني چارواکو سره هم لیدنې وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د اوږدمهاله مثبتو اړیکو پر تامین ګټورې خبرې ولري.
































