د امریکا نوې ادارې ویلي له خلیلزاد یې غوښتی چې د افغان سولې حیاتي مسئله حل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې تایید کړې چې د خلیلزاد د کار موده یې غځولې ده. نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې مسئله حیاتي بللې ده او پر خلیلزاد یې غږ کړی دی چې دغه حیاتي مسئله ژر تر ژره حل کړي. انتوني تر دې وړاندې هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي خو تر څنګ یې غواړي چې په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې هم وساتي. نوموړي دغه راز ویلي وو چې د سرتېرو ایستل به یې په افغانستان کې په روانو شرایطو پورې تړلي وي.
































