په افغانستان کې د ثبات لپاره باید په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړل شي. ایرو ایشیا وایي پاکستان ته په کار ده چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي ځکه که په دې برخه کې له دوه مخۍ کار واخلي نو تر ټولو لومړی به دا اور د پاکستان لمن وسېځي. ایرو ایشیا وایي که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو تر ټولو ستر زیان یې پاکستان ته اوړي او ددې احتمال شته چې په سیمه کې د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د ناندریو او سیالیو نوی پړاو پيل شي. سرچینې ویلي چې پاکستان کې د دې ترهګرو مرکزونه ختم کړل شي، له افغان سولې سره دې رښتینې همکاري وشي ځکه له همدې لارې افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې ته دایمي پرمختګ او سوله راتللی شي. دغه نشریې زیاته کړې چې که پاکستان په افغان سوله کې صادق نه وي نو راتلونکي کلونه به اسلام اباد ته له سختو زیانونونو ډک وي.
































