د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی پرېکړه کړې چې د وسلو د پلور په برخه کې د ټرمپ تګلاره و ارزوي نو له همدې امله یې د لنډ مهال لپاره پر خپلو ملګرو هېوادونو د وسلو پلورل درولي دي. د بایډن ادارې ویلي چې په دې هېوادونو کې متحده عربي امارت او سعودي عربستان هم شامل دي. په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو بیا پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی دی او په خبره یې د امریکا او اماراتو ترمنځ باید همکاري او اړیکې پراخې کړل شي. دده په خبره د وسلو په پلور کې ځنډ راوستل په دې حساسو شرایطو کې ورته د منلو نه دي.
































