د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۵ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۴۳۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۱ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۷ زره او ۳۸۱ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۲۱زره او ۵۴۷، په مکسیکو کې ۱۵۳زره او ۶۳۹، په هند کې ۱۵۳زره او ۸۴۷، په بریټانیا کې ۱۰۳ زره او ۳۲۴، په ایران کې ۵۷ زره او ۷۳۶ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۳۷۶ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.
































