د طالبانو مرکچي پلاوي غړو مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې خبرې ناسته کې وویل چې د سولې راتګ پر وړاندې یوازېنی خنډ د غني حکومت دی. د یادې ډلې د مرکچي پلاوي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي وویل، چې له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې باید نوی حکومت رامنځته شي. د طالبانو دغه غړي همداراز زیاته کړې چې افغان حکومت نه غواړي سوله راشي، خو بیا هم له مقابل لوري سره خبرو ته کینې او د سولې لپاره خپلې هڅې کوي. نوموړي وویل اشرف غني غواړي چې د خپل حکومت عمر اوږد کړي او خپل مرکچي پلاوي ته یې واک نه دی ورکړی. ستانکزي له القاعدې سره د طالبانو اړیکې رد کړې او زیاته یې کړه چې افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د دوی په لیکو کې نشته، او امریکا تر اوسه د القاعدې سره د اړیکو په تړاو ورته هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.
































