ولسمشر غني وایي، مؤقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او دی ددې صلاحیت نه لري چې جمهوریت منحل کړي. ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې یې خبرې کولې وویل،افغانان له مؤقت حکومت بدې خاطرې لري، ځکه په وینا یې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه. نوموړی وایي، زه په هیڅ ډول د سولې مخالف نه بلکې د سولې قهرمان یم.اشرف غني وایي، تمه لري چې د امریکا نوې اداره د سولې په اړه یوه واقعبینانه بیا کتنه وکړي، شته ننګونې وګوري او داسې پریکړه وکړي چې د دواړو هیوادونو امنیت ورسره خوندي وي. ولسمشر غني وايي، زلمی خلیلزاد د امریکا استازی دی او د امریکا له ګټو حمایت کوي، خو په وینا یې دی د افغانستان ولسمشر دی او له افغاني ګټو ملاتړ کوي.
































