د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره شپه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پروسې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې د خبرواترو له لارې د افغانستان د مسلې هواری د امریکا او پاکستان یو له دوه اړخیزو هدفونو څخه دی. قریشي ویلي، اړینه ده چې تاوتریخوالی کم شي، اوربند ته لار هواره شي او د افغانستان لپاره د یوې ټولشمولې حللارې د موندلو لپاره کار وشي. د خبرپاڼې له مخې، شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان د سولې پروسې ته لار هواره کړې او ژمن دی چې په دې هیواد کې د سولې لپاره د امریکا شریک واوسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ له ولسمشر غني سره هم د افغان سولې پر پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې.
































