د راپورونو له مخې لومړنۍ چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له کمپنۍ پله سره څېرمه شوې چې له امله یې چا ته تلفات نه دي اوښتي. د کابل امنیه قومنداني هم دغه پېښه تاییدوي. بلخوا د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند له سلیم کاروان مېنې سره څېرمه پر یوه کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې په پېښه کې څلور کسه ټپیان شوي دي. د دې دواړو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
































