د طالبانو له لورې د موقت حکومت په اړه وروستیو څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي. د طالبانو پلاوي په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر غني د سولې په لار کې خنډ دی او د سولې د راتګ لپاره باید نوموړی له خپلې دندې استعفا ورکړي. دې مسئلې د افغان حکومت تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي او سولې د برخې فعالین هم پارولي دي. دوی په دې تړاو ډول ډول څرګندونې کړې، خو ولسمشر غني بیا د طالب پلاوي څرګندونې غندلې دي.
میاشتې کېږي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو په دې برخه کې تر دې دمه هېڅ راز پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. جګړې شدیدې شوي، خو د سولې خبرې پڅې پر مخ روانې دي. څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي یو غږيز پیغام خپور شو، چې پکې د موقت حکومت خبره شوې وه. هغه په دې غږیز پیغام کې ویلي وو چې ولسمشر غني د نړیوالو او د سولې په برخه کې د همکارو هېوادونو لپاره د خوښې وړ سړی نه دی، نو د طالبانو لومړنی شرط د سولې لپاره د ولسمشر لرې کېدل دي.
د دغو خبرو په دوام، تازه د طالبانو یوه پلاوي په مسکو کې هم ورته څرګندونې لرلې دي. د طالبانو یو پلاوی د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی و او هلته یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د ولسمشر غني لرې کېدل غواړي او په خبره یې، تر هغه چې ولسمشر غني په واک کې وي، د سولې راتګ ناشونی دی. د طالبانو نورو مشرانو په دې اړه څرګندونې نه دي لرلې، خو عباس ستانکزی دا هم وایي چې له امریکا سره د یوه نوي اسلامي حکومت پر رامنځ ته کېدو باید توافق ته ورسېږي. د ده په خبره: ((موږ داسې یو حکومت غواړو چې له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت د جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې معنا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای یې داسې یو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواوو ته د منلو وي، رامنځته شي)).
د عباس ستانکزي دغو څرګندونو د افغان چارواکو غبرګون پارولی دی. ولسمشر غني د اسپین امنیتي غونډې ته وویل د لنډمهالو ادارو رامنځ ته کېدل وینه بهېدنه ده. نوموړي دغه ډول څرګندونې د پردیو کړیو کار بللی او په خبره یې، حکومت به یوازې او یوازې هغه کس ته سپاري چې د ولس په رایه راغلی وي. د ولسمشر په خبره: ((موقت حکومت به خپل مشروعیت له کوم ځایه اخلي؟ ایا افغان امنیتي ځواکونه به یې امرونه ومني؟ کله چې موږ موقته اداره وایو، زموږ له اساسي قانون سره به څه کوي؟ جمهوري نظام د واک پر سپارلو ولاړ دی، باید د ټاکنو پر نېټې هوکړه وکړو، موږ لنډمهالې ادارې لرلې چې د وینې بهېدنې لامل شوې. کابل ۱۹۹۲ کې د یوې لنډمهالې ادارې له خوا ویجاړ شو، صدراعظم پر خپل ولسمشر بمونه وغورځول او ولسمشر له صدر اعظم سره جنګېده)).
ولسمشر غني همدا راز په دې غونډه کې د امریکا له حکومت وغوښتل چې د سولې پروسه و ارزوي او په وینا یې، امریکايي حکومت دې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه کوي. هغه طالبان تورن کړل چې پر ژمنو یې عمل نه دی کړی او په خبره یې، دغه ډله د سولې لپاره باید اراده پیدا کړي او امریکا دې پر دوی فشار راولي چې د سولې او اوربند وړاندیز ومني.
له دې سره جوخت د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر هم غبرګون ښودلی او په خبره یې، طالبان باید په دې پوه شي چې جګړه یې په افغانستان کې ناروا ده. هغه ویلي د نړۍ د سترو مذهبي بنسټونو غړو او علماوو په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ناروا او افغان وژنه بللې ده، نو له همدې امله دغه ډلې ته په کار ده چې ژر تر ژره خپلو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم پر دې موضوع غبرګونونه پارېدلي او د کاروونکو په خبره، حکومت او دولت دواړو ته په کار ده چې خپل دریځ نرم کړي، د پیاوړي نظام او پرمختللي افغانستان لپاره دې سوله وکړي او د امتیازاتو دې روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.
































