طالبان دې له افغان حکومت سره نمایشي او جعلي نه بلکې رښتینې او پایلې لرونکې خبرې وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان یو ځل بیا د افغان سولې په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د بایډن اداره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې باوري دي چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي. هغه پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره دې د جعلي، نمایشي او غولوونکو خبرو پر ځای رښتینو او پایلې لرونکو مذاکراتو ته ادامه ورکړي او ژر تر ژره دې دواړه لوري د خبرو له لارې د جګړې بهیر ته د پای ټکی کېږدي. جک سلیوان تر دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه څرګندونې کړې دي او دا یې هم ویلی وو چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ارزوي او غواړي په دې پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
































