د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي یو ځل بیا د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي او ټولې غاړې دې په سړه سینه خبرو ته دوام ورکړي. نوموړي نن د پاکستان په ملتان ایالت کې خبریالانو ته ویلي، دوی د افغان سولې برخه کې ور تر غاړې مسوولیت ادا کړی دی او له دې وروسته هم پوره هڅه کوي چې روانې خبرې یوې پایلې ته ورسوي. قریشي ویلي، خبرو ته د افغان جګړې د ښکېلو لوریو حاضرول اسانه کار نه وو ځکه د ده په وینا دواړه لوري یو بل سره لاس او ګریوان وو. د نوموړي په خبره، خبرو ته د دواړو لوریو کېناستل په خپله غوره پرمختګ دی او دوی هیله من دي چې روانې خبرې به هر څه ژر پړاو په پړاو پرمختګ ولري او مثبته پایله به ورکړي.
































