پېښور کې په یو هدفي برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د پېښور پولیسو رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ ناوخته دوو موټرسایکل سپرو وسله والو د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمې پر پولیسو برید کړی دی چې په پایله کې یې یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی دی او بل هغه یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. پولیسو ویلي چې بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي خو د موندلو په موخه یې دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید انګېزه روښانه نه ده او نه هم کومې ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
































