ناټو د رویټرز پر وروستي راپور غبرګون ښودلی او په خبره یې تر دې دمه په افغانستان کې د سرتېرو د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه نه ده شوې. رویټرز په ناټو کې د څلورو مهمو سرچینو په حواله راپور خپور کړی و چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ددې احتمال شته چې بهرني ځواکونه له دغه هېواد و نه وځي. خو د ناټو یوې ویاندې اونا لنګیسکو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ راز پرېکړه نه ده شوې. نوموړې ویلي چې په روانه فبرورۍ میاشت کې به د ناټو ددفاع وزیرانو غونډه وي او ښایي په هغه کې د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې وشي.
































