ایران طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې له یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. د الجزیرې د راپور له مخې جواد ظریف له طالبانو سره په خپله وروستۍ لیدنه کې دوی هڅولي چې د جګړو پر ځای د سولې او خبرو له لارې له افغان حکومت سره توافق ته ورسېږي. جواد ظریف ویلي په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي، دداسې یوه حکومت چې قوانینو په تېره اساسي قانون عملي کړي او ساتنه یې وکړي. ظریف همدا راز پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له لارې دې د افغانانو سترې هیلې پوره کړي، د بهرنیو د لاسوهنو مخنیوی دې وکړي او د افغانستان دردېدلي ولس ته دې امن او ثبات راولي. ظریف ویلي چې د لسیزو جګړو افغانستان او افغانانو ته ډېر زیانونه اړولي دي او اوس طالبانو ته په کار ده چې دغه اوږدې جګړې ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږدي.
































