وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي. اروپايي ټولنې امریکا، استرالیا، برېټانیا او څو نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبان د وروستي تاوتریخوالي مسوول دي، هدفي بریدونه کوي، عامه تاسیسات ورانوي او دوی ته په کار ده چې ژر تر ژره د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي. اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي وو چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او دوی د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
































