ایران یو ځل بیا د سولې برخه کې د افغان دولت د دریځ ملاتړ کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن غرمه رسنیو سره خبرو کې ویلي چې طالبانو سره یې لیدنه د افغان حکومت په غوښتنه وه او د خبرو له جریان څخه یې هم افغان دولت خبر کړی دی. خطیب زاده زیاته کړې، دوی له افغان حکومت سره نه یوازې رسمي اړیکې لري بلکې ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راړونو د خوندي کېدو غوښتونکی دی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې الجزیرې د جواد ظریف له قوله راپور ورکړی وو چې ایران طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې له یوه ټولشموله حکومت څخه ملاتړ کوي.
































