په وروستیو کې په ټولنیزو او نورو چاپي او انځوریزو رسنیو کې د یوه موقت یا د سولې او مشارکت په نامه د حکومت د طرحې خبره کېږي. د ولسي جرګې رییس او اوس تازه په تازه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر دې طرحه غبرګون ښودلی دی. پر داسې یوه مسئله د لومړي مرستیال غبرګون په دې مانا دی چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې د پردې تر شا ځینې پېښې روانې دي، خو د ولس له سترګو پټې ساتل کېږي. د ولسمشر لومړی مرستیال د دې طرحې جزیاتو ته ځير شوی او په دې باور دی چې دا د سیمې د استخباراتو یوه شیطاني او د نفاق طرحه ده.
له کومې ورځې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوي، ورسره جوخت د ځینو سیاسیونو له لوري د موقت یا سرپرست حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم خپرېږي او دوی په دې باور دي چې یوازې موقت حکومت افغانستان ته سوله راوستلی شي. له دې سره جوخت څو ورځې وړاندې د طالبانو د پلاوي یوه غړي په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دوی ژر تر ژره د ولسمشر غني لرې کېدل غواړي او په وینا یې، که ولسمشر له خپلې دندې استعفا ورکړي، نو دوی به هم اوربند وکړي او د سولې خبرو ته به ادامه ورکړي.
سره له دې چې په دوحه کې د سولې خبرې له ځنډ سره مخ شوي، په افغانستان کې د موقت حکومت یا د سولې مشارکتي حکومت په نامه پر یوه طرحه ناندرۍ روانې دي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي، چې له نامعلومو او ناپېژندل شوو سرچینو په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو یا د سولې مشارکتي حکومت د جوړېدو تر نامه لاندې طرحه خپره شوې چې په حقیقت کې د ابلیس طرحه ده او د ترهګرو لپاره د لابۍ او ذهنیت جوړونې هڅه ده. د ده په خبره: «په دې ورځو کې د ټولنې د وګړو ترمنځ له نامعلومو او ناپېژندل شوو ادرسونو یوه لیکنه لاس په لاس کېږي، چې د مشارکتي حکومت یا د سولې حکومت نوم یې ورباندې اېښي دی. له دې طرحې ترهګرو ته د لابي ګرۍ بوی راځي، دې خبرې په اصطلاح ډېر خلک هیجاني کړي دي، دا د افغانستان د کمزوري کولو او نفاق رامنځ ته کولو ورهاخوا بل هېڅ هم نه دي».
صالح همدا راز د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې دا د سیمې د استخباراتو داسې دسیسه ده، چې غواړي د افغانستان جنوب ختیځې برخې د پاکستان او د دوی تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو لپاره امن مرکزونه وي او د هېواد شمالي سیمې په خپلو کې په جګړو سره بوختې کړي. د ده په وینا، د سیمې استخباراتي ډلو په منظمه توګه داسې طرحه جوړه کړې، چې ګواکي طالبان به په افغانستان کې د پښتنو استازیتوب کوي او د پښتنو ټول امتیازات به د دوی وي. همدا راز یې زیاته کړې، چې د سیمې استخبارات غواړي افغانستان یو کمزوری او بې صلاحیته حکومت ولري چې پر هېچا او هېڅ لوري د کنټرول او حکم چلونې وړتیا و نه لري. امرالله صالح هیله څرګنده کړې چې د افغانستان خلک د تل په څېر د پردیو په تېره د سیمې د استخباراتو د دغو دسیسو پر وړاندې ودرېږي او له خپل هېواد دفاع وکړي. د ده په خبره: «زه باوري یم چې د افغانستان خلک به د تل لپاره د خپلې خاورې د ساتنې لپاره دا استخباراتي نسخه باطله کړي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شوی او ساتنه به یې کوي. دا طرحه د داخلي امنیت پر وړاندې له ګواښ هاوخوا بل هېڅ ارزښت نه لري».
له دغو طرحو او بحثونو داسې مهال ناندرۍ جوړېږي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روان مذکرات تر دې دمه کومه هیله مندي له ځان سره نه لري. افغان ولسمشر په خپلو پرونیو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان د سولې غوښتونکي نه دي او د جګړو د دوام او تاوتریخوالي سبب دي. بلخوا طالبانو بیا پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی تاوتریخوالی نه دی ډېر کړی او په دې تړاو د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو خپرې شوې څرګندونې بې بنسټه دي.
































