د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. تر څنګ یې ازبکستاني لوري ویلي چې دوی د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي نو له همدې امله له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي. په دې لیدنه کې حنیف اتمر ازبکستان د افغانستان ښه ملګری یاد کړی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان پر بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي. ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیار دي.
































