په میانمار کې تر کودتا وروسته د پوځ دغه کار له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د راپورونو له مخې د میانمار پوځ دمګړی له نړیوال فشار سره مخ دی. ملګرو ملتونو دغه کودتا غندلې ده او د میانمار له پوځ یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د میانمار رهبر آنګ سان سوچي له بنده خوشې کړي. همدا راز برېتانیا هم ددغه عمل غندنه کړې ده. بلخوا امریکا بیا د میانمار پوځ ته د بندیزونو خبرداری ورکړی دی. جو بایډن په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د میانمار پوځ د تازه جوړې شوې ولسواکۍ پر وړاندې ګام اوچت کړی دی او که له خپلې کړنې په شا نه شي نو د میانمار پوځ به له نړیوالو بندیزونو سره مخ شي.
































