لومړۍ چاودنه په دویمه ناحیه کې په یوه نظامي فورډ ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې او دویمه چاودنه هم د څلورمې ناحیې اړوند له سلیم کاروان نومې سیمې سره نږدې شوې ده. په لومړۍ چاودنه کې دوه امنیتي کسان ټپیان شوي دي. دویمه چاودنه پر یوه فرونر ډوله موټر شوې ده خو د کابل امنیه قومنداني وایي چې په پېښه کې څلور کسه ټپیان دي. په دې اړه نور جزیات نشته دي. په وروستیو کې کابل ښار د مقناطیسي ماینونو د چاودنې شاهد دی چې هره ورځ له یوه تر دوو چاودنې کېږي. د دې چاودنو مسوولیت هېڅ ډلهنه مني، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.
































