د رسنیو د راپورونو له مخې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ترکیې په استانبول کې د یوه لوی پوهنتون زده کوونکو ددغه پوهنتون د رییس د بدلېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی او د نوي رییس د لرې کېدو غوښتنه کوي. پولیسو تازه ددغه لاریون کوونکو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی او شاوخوا ۱۶۰ کسه یې نیولي دي. د بشري حقونو بنسټونو د محصلینو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده خو ترکي حکومت ویلي چې لاریون کوونکو د ارزښتونو او فرهنګ ضد فعالیتونه ترسره کړي دي او باید خپلو لاریونونو ته د پای ټکی کېږدي.
































